د لاسرسي ځای

تازه خبر

تازه رپوټ: په افغانستان کې بشپړه مذهبي ازادي نشته


د امريکا د نړيوالو مذهبي ازاديو کميسیون د چارشنبې په ورځ په خپل کلني رپوټ کې افغانستان له هغو هیوادونو څخه ياد کړی چې پکښي بشپړه مذهبي ازادي نشته.

په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي حالت پر مذهبي ازادۍ منفي اغېز کړی دی.

د رپوټ په وینا ، که څه هم د شيعه افغانانو په ژوند کې د اقتصادي او ټولنيز پلوه پرمختګونه شوي دي خو دا اقلیت د داعش ډلې د بریدونو له خطر سره مخامخ دی.

رپوټ زیاتوي چې د تيرو کلونو په پرتله په ۲۰۱۷م کال کې د هغو مذهبي او ديني عالمانو وژنې زیاتې شوې چې د سخت دريځۍ پر وړاندي يې مبارزه کوله او د مسلمانانو د يووالي هڅې يې کولې.

رپوټ دا هم ویلي چې د غیر مسلمانانو په اړه د افغانستان ځيني قوانين د مذهب د ازادۍ په برخه کې له نړيوالو معیارونو سره سم نه دي.

د افغان حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG