د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن ویلي ، وسله والو ډاډ ورکړی چې پرامن به اوسي


د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ویلي ، وسله والو ډاډ ورکړی دی چې هغوي به پرامن اوسي.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د خپل ګوند دیني عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې دی کومې وسله والې ډلې یادوي.

مولانا فضل الرحمان وویل ، څه چې پر وزیرستان تېر شول هغه د غلطو پالېسیو نتیجه وه.

نوموړي وویل چې ۱۹ کاله وروسته شمالي وزیرستان ته تللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG