د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: له ايران سره پر یوه نوې معاهده د مذاکرو غوښتونکي یو


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه فرانسوي هم منصب ایمانویل میکخوا ویلي چې د نړۍ طاقتورو هیوادونو او ایران ترمنځ شوی د اټومي لوظنامې پرته له ایران سره یوه نوي معاهده باندې خبرې اترې کول غواړي چې پکې به په پراخه کچه د سیمې اندېښنې په پام کې وي.

د اپریل پر ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې تر ملاقات وروسته د دواړو مشرانو لخوا دغه وړاندېز په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ملګرو ملتونو ته د وینا په وخت په منځني ختیځ کې د نویو رسمي خبرو اترو د پیلولو خبره کړې.

میکخوا چې د امریکا په درې ورځني سفر دی، ویلي یې دي چې غواړي له ایران سره په داسې یوه نوي موافقه کار وکړي چې د منځني ختیځ هیوادونه او د ترکي او روس په ګډون سیمه ایز طاقتوه به له یوه بل سره نږدې کړي.

میکخوا له ولسمشر ټرمپ سره تر ملاقات ورورسته وویل باور لري چې په داسې یوه نوی معاهده کار ممکن دی چې د ټولو اندېښې به ورسره لیری شي.

مخکې ولسمشر ټرمپ د ایران د ۲۰۱۵م کال اټومي تړون د پشا کېدو دړکه ورکړی وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG