د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمینیا وزیر اعظم استعفا وکړه


د ارمینیا وزیر اعظم سرژ سرکیسیان نن دوشنبه له خپلې چوکۍ ځان ګوښه کړ.

په دغه هېواد کې له ۱۱ ورځو راهیسې خلکو مظاهرې کولې او د وزیر اعظم ګوښه کېدو غوښتنه‌ یې کوله.

سرکیسیان تر دوو دورو جمهوري ریاست وروسته، د اپرېل په ۱۷مه نېټه د ارمینیا وزیر اعظم ټاکل شوی وو.

سرکیسیان نن دوشنبه په اعلامیه کې د مخالفو احتجاجیانو د مشر نیکول پاشینیان په اړه لیکلي چې پاشینیان سم ویل.

سرکیسیان ویلي چې د اعتراض د غلي کولو نورې لارې هم وې چې دی یې پلوي نه‌ کوي او استعفا یې غوره بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG