د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د داعش د امربالمعروف مسوول نیول شوی


د ننګرهار د پولیسو چارواکي وایي چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په یاغي بند سیمه کې د داعش وسله والې ډلې د امربالمعروف مسوول منور چې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له دوه نورو ملګرو سره یو ځای نیول شوی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسېن مشرقیوال د سېشنې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې نیول شوي کس د ښځو بورقه اچولې وه، چې د یادې ولسوالۍ پولیسو د پلټنو پر مهال تشخیص کړی او ورسره دوه تنه ملګري یې هم نیولي دي.

مشرقیوال زیاتوي چې نیول شوي کسان په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو او څېړنو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG