د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلټونکي په شام کې د کیمیاوي وسلو برید څېړي


د کیمیاوي وسلو مخنیوي ادارې «OPCW» چې مرکز یې په هېګ کې دی، په شام کې د کیمیاوي وسلو د هغې مشکوکې حملې په اړه بحث پیل کړ چې پر دې هېواد د لوېدیځ د لویې حملې باعث شوه.

ډیپلوماتیکو سرچینو خبري اژانسونو ته ویلي چې پر د کیمیاوي وسلو مخنیوي ادارې د شام په اړه نن دوشنبه په هېګ ښار کې په خپل مرکز کې د بندو دروازو شاته بحثونه پیل کړل.

د کیمیاوي وسلو مخنیوي اداره ۱۹۲ غړي لري او نننۍ غونډه د بنګله دېش استازي شیخ محمد بلال چې د دې ټولنې له ۴۱ غړو د جوړې مشرتابه شورا مشري کوي، د دوما د مشکوکې کیمیاوي حملې په اړه د بحث لپاره رابللي ده.

له دې مخکې ویل شوي وو چې په OPCW کې د بريتانیا، روسیې او فرانسې په ګډون، د ځینو غړو هېوادونو سفیران هېګ ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې د دې ټولنې پلټونکي د دوما د حملې په اړه د تحقیقاتو لپاره شام ته رسېدلي، خو تراوسه څرګنده نه ده چې خپلې څېړنې به کله پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې د کیمیاوي وسلو مخنیوي ادارې پلټونکي د شنبې په ورځ دمشق ته نېږدې د غوطې په ختیځ کې دوما ښار ته ورسېږي، خو امریکا، بريتانیا او فرانسې سهار وختي پر شام برید وکړ.

دې پلټونکیو ته دنده ورکړل شوې وه چې په دوما کې چې پخوا د افراطي وسله والو تر ولکې لاندې وه، د اپرېل د اوومې په عملیاتو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه تحقیقات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر سوریې د لوېدیځ له حملې وروسته تحولات لاهم تاوده دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په یکشنبه وویل، ولسمشر ډونالد ټرمپ به وهڅوي چې په شام کې د امریکا پوځي شتون ته دوام ورکړي او په لندن کې وزیر اعظمه تریزا مې پر سوریې په برید کې د بريتانیا د ګډون له کبله، د پارلمان د بېړنۍ غونډې له سختو بحثونو سره مخامخ ده.

فرانس پرېس خبري اژانس لیکي، په داسې حال کې چې په امریکا، بريتانیا او فرانسې کې خلک د دې حملو له کبله ناراضه دي، د درېو واړو هېوادونو حکومتونو ډېر ژر خپل دریځ واړاوه او د ډیپلوماتیکو هڅو خوا ته یې لېوالتیا وښوده، خو د دوی یووالی د یکشنبې په ورځ تر هغه وروسته زیانمن شو چې واشنګټن د فرانسې د ولسمشر مکرون هغه ادعا چې وايي، ولسمشر ټرمپ یې راضي کړی چې په شام کې امریکايي ځواکونه تر ډېره پاته شي، رد کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سانډرز وویل چې په شام کې د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی او ولسمشر ټرمپ لاهم غواړي چې له شامه امریکايي پوځیان د امکان ترحده ژر او سمدستي اوباسي.

د شنبې د ورځې په سهار د شام د کیمیاوي وسلو پر مشکوکو مرکزونو د متحدایالاتو، بريتانیا او فرانسې حمله د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جګړې په اوږدو کې، د بشارالاسد د حکومت په وړاندې د لوېدیځ تر ټولو لوی او پراخ غبرګون و.

دې اقدام د شام له اصلي متحد هېواد روسیې سره د لوېدیځ د تقابل ګواښ رامنځته کړ او ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ هم وکړ چې دا حمله به د ګډوډۍ باعث شي، خو واشنګټن بیا د شام پرضد د حملو د دوام پرځای پر روسیې د نویو اقتصادي بندیزونو ژمنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG