د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به ژر خپل ځواکونه له سوریې وروغواړي


سپینې ماڼۍ ویلي چې په سوریه کې د امریکا ماموریت نه‎دی بدل شوی او ولسمشر ډونالد ټرمپ به هر څومره ژر چې کېدای شي، امریکایي ځواکونه خپل هېواد ته ورستانه کړي.

سپینې ماڼۍ دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ تر هغه وروسته وکړې چې متحده ایالاتو له خپلو متحدینو، فرانسې او بریتانیا سره پر سوریې د دې هېواد د رژیم له‎خوا د تېرې اوونۍ د مشکوک کېمیاوي برید په غبرګون هوايي بریدونه وکړل.

داسې انګېرل شوې وه چې ګواکې د توغندیو په دغو بریدونو سره امریکا د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې ډېره ښکېلېږي.

متحده ایالات به په اوس وخت کې خپل ځواکونه له سوریې ونه‎باسي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز په یوه بیان کې وویل چې ولسمشر ټرمپ ډېر واضح ویلي چې دی غواړي هر څومره ژر چې امکان ولري امریکایي ځواکونه له‎دې هېواده وباسي.

د سپینې ماڼۍ ویانده سارا ساندرز
د سپینې ماڼۍ ویانده سارا ساندرز

ساندرز وویل، موږ پتیلې چې د اسلامي دولت ډله یا داعش سخت دریځه ډله به بېخي له‎منځه ځي او داسې شرایط به رامنځته کېږي چې هغه بیا سر را اوچت نه‎کړي.

ساندرز زیاته کړه، موږ دغه‌راز له خپلو سیمه‎ییزو متحدینو او شریکانو هم تمه کوو چې د سیمې د امن او ثبات لپاره پوځي او مالي زیات مسؤلیتونه په غاړه واخلي.

د سپینۍ ماڼۍ د ویاندې له‎دې څرګندونو سره په یوه وخت په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل چې متحده ایالات به په اوس وخت کې خپل ځواکونه له سوریې ونه‎باسي او زیاته‌یې کړه چې د امریکا مأموریت تر اوسه نه‎دی بشپړ شوی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي

هیلي وویل، په سوریه کې د امریکا د مأموریت د بشپړېدو لپاره درې هدفونه ټاکل شوي:

  • د داعش ماتول.
  • د کیمیاوي وسلو خوندي کول چې هغه بیا په داسې بڼه ونه‎کارول شي چې په سیمه کې زموږ ملي ګټې زیانمنې کړي.
  • د برلاسي‎توب داسې یوه فضا چې وکولای شو په سیمه کې د ایران کړه وړه له نږدې وڅارو.

هیلي وویل، موږ به تر هغو له سوریې ونه‌وځو چې دغه درې هدفونه ترلاسه شوي نه‎وي.

په عین حال کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي چې ده ولسمشر ټرمپ ته قناعت ورکړی چې په سوریه کې د اوږدې مودې لپاره ځواکونه پرېږدي.

مکرون وویل، ۱۰ ورځې مخکې ټرمپ غوښتل چې له سوریې ځواکونه وباسي، خو موږ نوموړی په‎دې قانع کړی چې ځواکونه هلته وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG