د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییل وايي، د ایران یوه ډرون الوتکه یې غورځولې


د اسراییل پوځ ادعا کوي چې یوه ډرون الوتکه چې پر دغه هېواد د حملې په نيت وه، په تېرې فبرورۍ میاشت کې يې د اسراییل په هوایې حدودو کې وېشتلې ده.

اسراییلي پوځ د شنبې په ورځ ویلي دي په دغه الوتکه کې بارودي مواد وو او پر دوی يې د حملې هدف لاره.

پوځ زیاتوي د فبرورۍ پر ۱۰مه د دوی جنګي هیلېکاپټرو دغه الوتکه غورځولې ده او دا شان یې د ایران دغه ممکنه حمله ناکامه کړې ده.

اسراییلي پوځ دا هم وایي دا لومړی ځل دی چې ایران پر دغه هېواد نېغ په نېغه د حملې هڅه کړې.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG