د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي د مشال خان وژنې نن د اپریل په ۱۳مه یو کال پوره کېږي.

د مشال خان د تلین په مناسبت او د هغه لپاره د انصاف غوښتو په موخه پښتنو ښځینه مدني فعالانو د جمعې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې یوه خبري غونډه جوړه کړې ده.

په پېښور کې د سیول سوسایټي ارګنایزیشنز تر سیوري لاندې کېدونکی دغه غونډه تکړه قبایلي خویند، اوېر ګرلز، د حوا لور، لاس، ومېن ایکشن فورم او فیمینیسټ فرایډې نومي تنظمیونو ترتیب کړې ده.

مشال خان یو کال مخکې د مردان په پوهنتون کې بلوه ګرو زده کونکیو د مذهب سپکاوي په تور ووژلو. خو وروسته پولیسو وویل چې مشال خان بې ګناه و.

XS
SM
MD
LG