- لیکوال/لیکواله سېلاب مسود
د منظور پښتین د وینا مهمې برخې
۱. پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۲۲مه نېټه په لاهور او بیا پر ۲۹مه په سوات کې جلسه کوي.
۲. تر روژې وروسته به خلک وزیرستان ته ځي چې هلته د ناامنیو اثرات وویني.
۳. پښتانه دې سره لاسونه یو کړي او د خپلو حقونو غوښتنه دې وکړي.
۴. پښتون ژغورنې غورځنګ به د خپلو ټولو غوښتنو تر پوره کولو، مبارزې او هلو ځلو ته دوام ورکوي.
۵. اخري احتجاجي جلسه به په اسلام اباد کې کېږي.
- لیکوال/لیکواله سېلاب مسود
په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده.
په دې جلسه کې لسګونه زره کسانو ګډون وکړ.
په جلسه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوو مخکښانو سېنېټر عثمان کاکړ او د بلوچستان اسمبلۍ غړي عبېد الله جان بابت ویناګانې وکړې.
جلسې ته د بلوچستان نیشنل عوامي پارټۍ مخکښان هم ورغلي ول خو د نورو سیاسي ګوندونو هېڅ لوی مشر نه وو ورغلی.
- لیکوال/لیکواله بوریوال کاکړ
د جرمني په کولن ښار کې لسګونه پښتنو، افغانانو له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د یووالي په موخه لاریون کړی دی.
په لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل ول.
د لاریون ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ژغورنې غورځنګ مطالبې دې ومني، د ورکو کسانو د موندلو جدي اقدامات دې وکړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر ضد دې د پولیسو اېف ای ارونه ختم کړي او هغوی دې نه ځورول کېږي.