د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه - شېبه په شېبه تازه معلومات

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي د خپلو غوښتنو د پوره کولو په موخه په پېښور کې جلسه کوي. پر رېنګ روډ د یکشنبې یا اتوار جلسې ته ګڼ خلک ورغلي دي.

د پښتون تحفظ غورځنګ غوښتنې

۱. په کراچۍ کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسود د وژونکي افسر راو انوار عدالت ته وړاندې کول.

۲. له قبایلي سیمو څخه ځمکلاندې بمونه پاکول.

۳. امنیتي پوستې کمول او پر امنیتي پوستو د خلکو ځورونې بندول.

۴. ورک کسان عدالت ته وړاندې کول، بېګناهان خوشې کول.

۵. د ماورای عدالت وژنو په اړه عدالتي کمېشن جوړول.

۱۶:۱۸ ۸.۴.۲۰۱۸

د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره د یووالي په موخه په سویډن، کابل او جلال اباد کې هم غونډې شوې دي.

۱۶:۰۰ ۸.۴.۲۰۱۸

په داسې حال کې چې د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده. د دې غورځنګ یو مخکښ، د نړیوال سیاست څېړونکی او د جلسې منتظم ګل مرجان د ازادۍ راډیو له احمد تکل سره خبرې کړې دي چې دلته یې اورېدای شئ.

د پېښور جلسې په اړه له ګل مرجان سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:56 0:00

۱۵:۵۴ ۸.۴.۲۰۱۸

۱۵:۴۰ ۸.۴.۲۰۱۸
د پېښور جلسه. د خادم شاه استولی انځور
د پېښور جلسه. د خادم شاه استولی انځور

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG