د ملکي وګړیو خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله چې د چهارشنبې په ورځ یې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې په اړه خپلې موندنې له خبریالانو سره شریکې کړې، وايي هغه سیمه چې هوايي حمله پرې شوې هلته شاوخوا ۳۰۰ ملکي وګړي موجود وو.
د دغه ډلې غړو د دفاع وزارت هغه ادعا رد کړه چې ګوندې په یاده حمله کې د وسلهوالو طالبانو یوه غونډه په نښه شوې ده.
د دغه ډلې یوه غړي قریبالرحمن شهاب وايي چې د دوی موندنې ښيې چې په دې هوايي حمله کې تر۵۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي. نوموړی وايي:
"دفاع وزارت وايي چې موږ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو یوه غونډه په نښه کړه، زه پوښتنه کوم چې دا څنګه غونډه وه چې په منځ کې يې ۳۰۰ ملکي کسانو پرېکړه کوله، تاسې خپله له ځانه وپوښتئ چې د وسلهوالو طالبانو د پرېکړو په دغه ډول غونډو کې ۳۰۰ کسان تصمیم نیسي؟ دوهمه خبره دا ده چې که تاسې «دفاع وزارت» غوښتل چې وسلهوال مخالفین په نښه کړئ، نو نور ځایونه هم وو چې دوی پهکې لهمنځه یوسئ."
د دشت ارچۍ په هوايي حمله کې ۵۰ ملکيان وژل شوي.
د ښاغلي شهاب په خبره هغه کسانو چې د دې حملې امر يې کړی باید په علني ډول محاکمه شي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې غړو همدا راز پر وسلهوالو طالبانو هم انتقاد وکړ چې ګویا د وسلهوالو نښتو پر مهال د ولسي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه نهکوي.
د افغانستان دفاع وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې افغان هوايي ځواک د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو پر یو نظامي مرکز هوايي حمله کړې ده چې له امله يې ۱۸ تنه لوړ پوړي مخالف وسلهوال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.
له دې پېښې وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د دغه حملې د څرنګوالي او پهکې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه ادعاوې به د يوه پلاوي لهخوا وڅېړل شي.
په ورته وخت کې د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د راپور په غبرګون کې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حمله په داسې یو کور شوې چې یوازې څلور دیوالونه يې لرل او پهکې د شمالي ولایتونو نه د وسلهوالو طالبانو غړي راټول شوي وو.
محمد رادمنش
ښاغلی رادمنش همدا شان وايي، له حملې وروسته وسلهوالو طالبانو په ملکي وګړو ډزې کړي:
"په هغه ځای کې نه جومات و، نه مدرسه وه او نه هم د دستاربندۍ مراسم، بلکې هلته يو مستطیل شکله چهاردیواري وه چې يو، یو نیم متر یې اوږدوالي درلود او خلکو ته د دغه ځایه د لېدنې اجازه د طالبانو لهخوا نه ورکول کېده، هلته د طالبانو سره قطعه او سیمهییز قوماندانان راټول وو، غوښتل یې چې يوه نظامي پروژه ترسره کړي."
د کندز پېښه د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له تُند غبرګون سره هم مخ شوه.
د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې په کندز کې د ولسي وګړو وژنه وغندله او د دغه پېښې د هر اړخېزه څېړنې غوښتنه يې وکړه.
د دغه جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل، د دې پېښې د څېړنې په هدف له د ولسي جرګې له خوا هم یو پلاوی وټاکل شي.
راپور: اکرامالله اکرام