د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: له روس سره په معاملو کې تر هر چا ډېر سخت یم


ولسمشر ټرمپ د بالټیک هېوادونو مشرانو ته ویلي چې هغه له روسیې سره په معاملو کې تر هر چا ډېر سخت دی.

د بالټیک د درېو هېوادونو ولسمشران له ولسمشر ټرمپه غواړي چې د ناټو په مشرقي برخه کې د امریکا ځواکونو په پیاوړي کولو سره د روسیې مخه ونیسي.

دا خبره د سېشنبې په ورځ د لیتوانیا، استونیا او لېتویا ولسمشرانو پرون په سېشنبه په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره په یوه ملاقات کې کړې ده.

په داسې حال کې چې په سپینه ماڼۍ کې دغه غونډه روانه وه، خبریالانو د ولسمشر ټرمپ له خولې واورېدل چې خپلو مېلمنو ته يې ویل چې له روسیې سره په معاملو کې تر ده بل څوک ډېر سخت نه دی پاته شوی.

دا لیدنه په داسې وخت کې وشوه چې د ټرمپ انتظامیې په سپینه ماڼۍ کې د روسیې ولسمشر پوتین ته د هر کلي ویلو امکان ښودلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG