د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي، د ارمینیا په سر ښار یریوان کې، د دوشنبې په ورځ په یوه برګر کنګ رسټورانټ کې دننه چاودنې اته کسان ژوبل شوي دي.

پولیس وايي،دا پېښه بېګا شپه ناوخته د یریوان ښار په مرکزي سیمه کې په سیمه کې د رستورانت په پخلنځي کې شوې ده او په ژوبلو کسانو کې درې د ارمینیا، درې د روسيې او دوه ایراني وګړي دي چې د درملنې لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

پولیس وايي د ژوبلو تنانو په منځ کې د یوې اته کلنې ارمینایی نجلۍ ټپونه ژور دي او حالت یې نازک دی خو پاتې نور بیا دومره سخت ژوبل نه دي.

XS
SM
MD
LG