د سولې نوبيل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ څه باندې پينځه کال پس نن د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا د سوات په سیدو شریف کې خپل کلي کور ته تللې وه.
ملالې یوسفزۍ په خپل کور کې یو څه وخت تېر کړی او بیا یې هلته له خپلو ملګرو او د سکول له استاذانو سره هم ليده کاته کړي دي.
له نوموړې سره د هغې پلار ضياالدين یوسفزی او مور تورپېکۍ هم ملګرې وه.
په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې نوموړې اوس بیرته اسلام باد ته ستنه شوې ده او هلته به د سوات له یو شمېر مشرانو سره لیده کاته کوي.
ملاله یوسفزۍ د مارچ پر ۲۹مه په څلور ورځني سفر پاکستان ته تللې ده.