د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېټیس: روسي جاسوس مسمومېدل په اروپایي هېوادونو کې نفاق اچول دي


د امریکا دفاع وزیر جېمز مېټیس وايي، په بريتانیا کې د پخواني روسي جاسوس مسمومول په اروپايي هېوادونو کې د بې‌اتفاقۍ او بد ګومانۍ اچولو په هدف د مسکو د پټو عملیاتو برخه ده.

یوه ورځ وروسته له هغې چې د نړۍ ۲۷ هېوادونو د روسيې ۱۴۴ ډیپلوماتان او مشکوک جاسوسان وویستل، جېمز مټېس پرون سې شنبه په واشنګټن کې وویل، د سرګي سکريپال او د هغه د لور په مسمومولو کې د روسيې د نه‌لاس لرلو په اړه د ولسمشر ولاديمیر پوتین څرګندونې جدي نه‌بلل کېږي.

ناټو هم اعلان کړی چې په بروکسل کې يې د دې تړون له مرکزي دفتر څخه د ۷ روسي ډیپلوماتانو د ویستلو پرېکړه کړې ده.

روسیه بیا په بريتانیا کې د پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو په پېښه کې لاس لرل رد کړي او پر متحده ایالاتو يې تور لګولی چې پر هېوادونو يې د روسي ډیپلوماتانو د ویستلو لپاره فشار راوړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG