د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عباسي: پاکستان کې به نور هیڅ مارشل لا نه راځي


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي

د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي چې اوس به په ملک کې جوډيشل يا بله مارشل لا نه راځي.

شاهد خاقان عباسي د شنبې په ورځ په لاهور کې يوې غونډې ته په وینا کې وويل چې په ملک کې به د جمهورت تسلسل برقرار وي.

د ده په خبره اوس هيڅ څوک مارشلا نشي لګولای او چې د عوام کومه فیصله وي هم هغه به منل کيږي.

د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار هم تيره ورځ ويلي وو چې په پاکستان کې د عدالتي امريت لګولو ځای نشته او په دې هېواد کې به جمهوري طرز حکومت وي.

دا په داسې حال کې دهچې د زيارت په ورځ د عوامي مسلم ليګ مشر شېخ رشيد په يوه خبرې غونډه کې له چيف جسټس څخه غوښتنه کړې وه چې په هېواد کې جوډيشل مارشل لا ولګوي ځکه د ده په وينا دلته تر ټولو لويه ستونزه عبوري حکومت وي.

په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ په راتلونکو لنډمهاله ټاکنو اختلاف په داسې وخت کې رامنځ ته شوی دی چې یو شمېر ګوندونه د سېنټ پر شوو انتخاباتو نیوکې کوي.

دوي تور پورې کوي چې نه یوازې په صوبايي اسمبلیو کې د سنېټرانو ټاکلو پرمهال د اسمبلۍ غړیو د پیسو په بدل کې رایې ورکړې دي بلکې د دوی په وینا د سېنټ د مشر ټاکنه هم له داسې لارې شوې ده.

د پاکستان سېنټ د مارچ پر ۱۱ مه د چرمېن لپاره انتخاب وکړې چې له مخې یې صادق سنجرانی وټاکل شو. دا لومړی ځل دی چې له بلوچستان څخه د سېنټ مشر ټاکل شوی دی.

نوموړي دا خبره رد کړې ده چې ګواکې په راوستلو کې یې پېسې لګول شوې دي او یا یې هم په ټاکنه کې اسټبلشمنټ رول لوبولی دی.

نوموړی پاکستان پپلز ګوند ټاکلی وو او د تحریک انصاف تر څنک ازادو سنېټرانو او له مسلم لیګ نواز څخه وتلو سنېټرانو یې هم ملاتړ کړی وو.

XS
SM
MD
LG