د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید۱۶وسله وال وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چا واکي دعوه کوي چې په هسکه مېنه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د بېلا بېلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ داعشیان او ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ننکرهار ولایت مـطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل: د هسکې مېنې ولسوالۍ په مهتر خان ابا او اوغز سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د ۱۲ بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې ملي امنیتي ځواکونو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژلي او د دوی څخه یې درې میله وسلې،د ملي اردو یونیفورم او نور توکې هم د یادو ځواکونو لاسته ورغلي.

د یادو عملیاتو پر مهال ۲ وسله وال طالبان او ۱۳ نور شکمن کسان هم نیول شوي چې د مګړۍ ترې څېړنې جریان لري.

وسله والو تر دې دمه د یادو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG