امریکا او سعودي عرب په یمن کې یاغیانو سره د مرستو لپاره په ایران نیوکې کړی دي.
سپینې ماڼۍ د چارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې ولسمشر ټرمپ او د امریکا په سفر تللي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په یمن کې د ایران په مرسته د حوثي یاغیانو له خوا سیمې ته په ورپېښ خطر خبرې کړي دي.
په بیان کې راغلي دي دواړو مشرانو په یمن کې د بشري صورتحال د هواري لپاره په اضافي ګامونو اخېستو هم خبرې وکړې او په دې متفق شو چې د یمني ولس د ضرورتونو پوره کولو لپاره د جګړې سیاسي هوارې پکار دی.
بلخوا د ایران ستر مشر ایت الله خامنه اي په یوه وینا کې ویلي چې امریکا په سیمه کې د قراري په ځای کولو صلاحیت نه لري.