د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارکر: امکان شته ټرمپ به د ایران له اټومي تړونه ووځي


د امریکا د ریپبلیکن ګوند یو مخکش سېنېټر باب کارکر وايي هغه په دې باور دی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به په مۍ میاشت کې د ایران د اټومي تړون نه ووځي.

سنیټر کارکر په سېنېټ کې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر دی او بېګا شپه یې دغه څرګندونې په داسې حال کې په یوې ټیليويژني مرکه کې کړي چې ولسمشر ټرمپ به په څه کم دوه میاشتو کې د ایران د اټومي تړون ترمخه د بندیزونو نرمولو په اړه فېصله کوي.

سېنېټر کارکر امریکايي سي بي ایس ټیليویژن ته وویل دا مهال داسې نه ښکاري چې ګني ولسمشر ټرمپ دې دغه تړون وغځوي.

نوموړي زیاته کړه دی فکر کوي چې که اورپايي هېوادونه د دې تړون لپاره په لایحه عمل جوړولو را یو ځای نشي نو ولسمشر ټرمپ به له دې تړون مخ واړوي.

له ایران سره د اټومي تړون غځولو لپاره د امریکا ولسمشر د لاسلیک نېټه ۱۲مه مې ده.

د تهران او د شپږو نړیوالو قوتونو امریکا، برتانیا، روس، فرانس، جرمني او چین ترمنځ دغه تړون په ۲۰۱۵م کال کې شوی وو چې ترمخه به یې ایران خپل اټومي پروګرام محدودوي او په بدل کې به یې په دغه هېواد لګیدلي نړیوال بندیزونه نرمول کېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG