د لاسرسي ځای

تازه خبر

ویلز: پاکستان سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مهم رول لوبولی شي


اليس ويلز

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سوهېلي او مرکزي اسیا د چارو مرستياله الیس ویلز چې د جمعې پر ورځ يې په واشنګټن کې د سولې په اداره کې وینا کوله، وویل له طالبانو سره له کوم قید او شرطه پرته د سولې د خبرو لپاره د ولسمشر اشرف غني وړاندیز د ۲۰۰۱ م کال راهیسې تر ټولو ځانګړی او روښانه وړانديز دی.

الیس ویلز چې د کابل د پروسې په کانفرانس کې یې هم ګډون کړی وی وویل:

” زه باور لرم چې د کابل پروسې دویم کنفرانس په حقیقت کې یو تاریخي غونډه وه. ولسمشر غني په دې غونډه کې د سیاسي روغې جوړې لپاره له درنښت ډکه لاره تایید کړه او د پخلاینې لپاره یې پر جزیاتو د باور وړ یو لیدلوری وړاندې کړ. “

دې امریکايي چارواکي ټینګار کړی چې وسله وال طالبان دې د ولسمشر اشرف غني پر دې وړاندیز جدي غور وکړي او زیاته کړې یې ده چې داسې نښې نښانې شته چې دا وسله واله ډله د سولې دا وړاندیز ارزوي.

د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د کابل پروسې په غونډه کې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د سولې یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړه او له دې وسله والې ډلې سره له کوم قید و شرط پرته يې د سولې خبرو ته چمتوالی وښود.

خو طالبانو په پرلپسې توګه له افغان حکومت سره د خبرو کول رد کړي او ټینګار یې کړی چې یوازې له امریکا سره مستقیمې خبرې کوي هغه څه چې امریکا یې ردوي.

ویلز چې د امریکا له لورې د افغانستان د سولې مشري کوي وايي، امریکا د قید او شرط پرته د سولې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د پیل ملاتړ کوي.

نوموړې، سولې ته د طالبانو د چمتو کولو په برخه کې د پاکستان رول مهم وباله خو زیاته یې کړه، واشنګټن د پاکستان لخوا تر اوسه په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دی مشاهده کړی.

نوموړې ټینګار وکړ چې دوی به له پاکستان لرې ولاړ نه شي، ځکه د دې امریکايي سفارتکارې په وینا پاکستان سولې ته د طالبانو په حاضرولو کې مهم رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG