د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړونکي: د امریکا او پاکستان تعلقات په ښه کېدو دي


د پاکستان د بهرنیو چارو سیکتره تهمینه جنجوعه د چارشنبې په ورځ په داسې حال کې د واشنګټن دوه ورځنې سفر کوي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره نایب مرستیالې اېلیس ویلز د ګل په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د افغانستان د طالبانو او پاکستان ځینې ګیلې پرځای دي.

نوموړې په دغه موقع وویل چې د میرمن جنجوعه د سفر پرمهال به په دې اړه هم خبرې اترې کیږي.

پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وايي بېلا بېلو امریکايي چارواکو په دې ورستیو کې د پاکستان د مثبت کردار په اړه اشارې ورکړي چې د سیمې په امنیت کې رول لوبولی شي.

وړاندې امریکا په دې نظر وه چې د پاکستان ګیلې حقې نه دي خو اوس یې احساس کړه چې ځینې ګیلې یې پرځای دي. دا ښه خبره ده. پاکستان د افغانستان په امنیت کې بنیادي کردار لري او د دې د ترلاسه کولو لپاره د واشګټن او اسلام اباد همکاري ډیره مهمه ده، ځکه امریکا له پاکستان سره تعلقات ښه کول غواړي.

بلخوا څیړونکي وايي د پاکستان ګیلې پرځای منل یو ښه ګام دی خو د امریکا هم ځینې جایز غوښتنې کیدی شي چې پاملرنه غواړي. د دفاعي چارو پوه ریټایرډ بریګیډیر سعد محمد خان وايي د امریکا لویه ګیله او غوښتنه د افغانستان د امنیت په اړه ده او په دې غور کول د پاکستان په خپل مفاد کې هم دي.

د اسلام اباد دا غوښتنه نوره څوک نه مني چې په افغانستان کې جینکیدونکي وسله وال په پاکستان کې نه شته. نو که وي خو یا یې د سولې خبرو ته کښېنول پکار دي او یا دې یې له هېواده وباسي. اوس د پاکستان لپاره دا ضروري ده چې په دې هېواد کې د افغان وسله والو د غېر موجودګۍ په اړه نړیوال په خپل موقف مطمین کړي او یا له امریکا معلومات واخلي چې دغه وسله وال په پاکستان کې چېرته، چېرته دي نو پرضد یې ګامونه پورته کړي.

د فبرورۍ په ۲۷ مه د امریکايي پوځ مشر جنرل جوزف ووټل د کانګریس د پوځي خدماتو کمیټۍ ته ويلی وو د ترهګرۍ ضد اقداماتو په لړ کې یې د پاکستان په کردار کې مثبتې نښې لیدلي دي. د روان کال له شروع کیدو راهیسې د پاکستان او امریکا په تعلقاتو کې کړکیچ ډیر سېوا شوی وو او واشنګټن د اسلام اباد لپاره پوځي مالي مرستې هم ځنډولي دي خو په دې ورستیو کې د دواړو هېوادونو د اعلا چارواکو تګ راتګ سېوا شوی او تمه کیږي چې په اینده کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG