د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د خزانې وزارت پر ۱۹ روسیو وګړیو او پنځو روسيو کمپنیو نوي بندېزونه اعلان کړي دي.

چارواکي وايي دا بندیزونه د امریکا په صدارتي انتخاباتو کې د روس د لاسوهنې او پر امریکا د انټرنیټي بریدونو په سر لګول شوي دي.

د مارچ پر ۱۵مه د اعلان شویو بندیزونو له مخې هغه ۱۳ کسان په نښه شوي دي چې تېره میاشت د امریکا ځانګړي پلټونکي رابرټ میولر محکوم کړي ول.

په دې کې د روس ولسمشر دفتر سره نږدی اړه لرونکی تاجر ییف ګیني پریګوژین او هغه کمپني شامل دي چې دی ورته په مبینه توګه پیسې ورکوي.

د امریکا په نویو بندیزونو کې د روساستخباراتي اداره هم په نښه شوې ده

د امریکا د خزانې سیکټري په یو بیان کې وویل چې دا بندیزونه د هغو هڅو یوه برخه ده چې د روس لخوا د بریدونو مخنیوی وکړل شي.

XS
SM
MD
LG