د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا دفاع وزرات پنټاګون اسلام اباد په ټينګار سره ورياده کړې چې په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ ضد جګړه يوه مهم پړاو ته رسېدلې او د ترهګرۍ ماتولو لپاره پاکستان بايد له دغه موقعې ګټه واخلي.

د پېنټاګون وياندې ډانا ډبليو وايټ اونيزې خبري غونډې ته ویلي، "له پاکستانه په درناوي موږ په دې باور یو چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې لا ډېر څه کولی شي. "

هغې ویلي، " دا يو مهم پړاو دی او پاکستان سره موقع ده چې له دې ګټه پورته کړي، پاکستان په خپله ترهګرۍ ځپلی دی، موږ له پاکستان سره ګډه کار کول جاري ساتل غواړو او ګورو چې چېرته موقعې موجودې دي."

خو اسلام اباد وايي چې په پاکستان کې یې د ترهګرو جالې ختمې کړي دي او په دې هېواد کې اوس وسله والې ډلې منظمه موجودګي نه لري.

د پینټاګون دې تازه بیان په اړه د دفاعي چارو څېړونکی ریټایرډ بریګیډیر سعد محمد خان وايي، په افغانستان کې د امن لپاره چې امریکا له پاکستان د کوم تعاون غوښتنې کوي نو پاکستان ته پکار ده، هغه خلک چې دلته دي او په افغانستان کې جګړه کوي نو هغوی خبرو ته حاضر کړي. نوموړی زیاتوي که څوک خبرو ته نه کښېني نو پکار ده چې پاکستان ترې ځان خلاص کړي او هغوی ته ووايي، که تاسو جنګ کوئ او که هر څه کوئ نو د افغانستان په خاوره کې یې کوئ. "که پاکستان وايي چې دا وسله وال په دې هېواد کې نه شته او نړیواله ټولنه یې نه مني نو موږ ته دا سوچ پکار دی چې څه مسله خو شته."

سعد محمد خان وايي چې امریکايي پوځ له پاکستان سره تعلق خرابول نه غواړي او پاکستان هم د ترهګرۍ ضد جنګ کې له امریکا سره ډیره مرسته کړې ده.

بلخوا د دفاعي چارو پوه ریټایرډ لیفټینټ جنرل طلعت مسعود وايي د پینټاګون له ورستي بیانه داسې ښکاري چې د پاکستان په اړه امریکايی رویه کې نرمي راغلې او پکار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ ختمولو لپاره کار وشي.

نوموړي وویل:

''پاکستان هڅې کوي چې افغانستان او امریکا ته د شکایت موقع ورنکړي نو دغو هېوادونو ته هم پکار ده چې له پاکستان سره همکاري وکړي او په افغانستان کې که وسله والې ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان موجودې وي نو د هغوی پرضد دې ګامونه پورته کړي. زما په خیال د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ وروستی کړکېچ په کمېدو دی او دواړو خواو ته د همکارۍ زیاتولو ضرورت محسوسېږي. نو پکار ده چې دا سلسله مضبوطه شي که نه وي نو په افغانستان او پاکستان کې ترهګرې ډلې به له دې کړکېچه ګټه پورته کوي.''

د یادونې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکتره تهمینه جنجوعه د نهې په ورځ د امریکا دوه ورځنۍ دوره کوي او له دې وړاندې د امریکا د ملي امنیت یوه مشره او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نایب مرستیاله لیزا کرټیس هم د اسلام اباد سفر کړی وو چې پکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعلقاتو او همکارۍ سېوا کولو په اړه خبرې اترې شوې دې.

جنرال ووټل: له پاکستانه مثبتې اشارې ترسترګو کېږي

د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د امريکا د پوځ مشر جنرال جوزف ووټل د کانګرس دفاعي کمېټي ته په خپلو څرګندونو کې ويلي ول چې د جنوبي اسیا ستراتیژۍ اعلانول پس په جنوبي اسیا او په ځانګړي توګه په افغانستان کې د امن راوستو په موخه ورته د پاکستان همکاري او مرسته پکار وه او په دې لړ کې ورسره پرله پسې په رابطه کې وو، او اوس داسي نښې دي چې هغه هېواد پر سم لور روان دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG