د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال ووټل: له پاکستانه مثبتې اشارې ترسترګو کېږي


جنرال جوزف ووټل
جنرال جوزف ووټل

د امريکا د پوځ مشر جنرال جوزف ووټل ويلي دي چې د جنوبي اسیا ستراتیژۍ اعلانول پس په جنوبي ايشيا او په ځانګړي توګه په افغانستان کې د امن راوستو په موخه ورته د پاکستان همکاري او مرسته پکار وه او په دې لړ کې ورسره پرله پسې په رابطه کې وو، او اوس داسي نښې دي چې هغه هېواد په سم لور روان دی.

نوموړي دا خبرې د کانګرس دفاعي کمېټي ته په وينا کې کړي. جنرال ووټل په خبره د پاکستان لوړ پورو چارواکو سره په دوامداره توګه رابطو کې دي.

د امريکا د پوځ مشر جنرال جوزف ووټل د ګل په ورځ د کانګرس دفاعي کمېټي ته په وينا کې ويلي دي چې په جنوبي ايشيا او په سیمه کې ثبات لپاره د پاکستان همکاري ته اړتيا ده.

نوموړي زياته کړه:

''زما په فکر په جنوبي اسيا او افغانستان کې د کاميابۍ لپاره له پاکستان سره مضبوطې اړيکي او د هغه هېواد همکارۍ ته ضرورت دی. د جنوبي اسيا لپاره د سټراتيژۍ اعلان راهیسې مې پام د پاکستان مرسته اخېستلل وو چې خپلو ځانګړیو موخو ته ورسېږو. موږ هغوی ته وويل چې د جنوبي اسیا له ستراتيژۍ سره د مرستې لپاره داسې وکړي.''

جنرال جوزف ووټل په خبرو کې پاکستاني چارواکو سره په دوامداره توګه د رابطو خبره هم وکړه او وويل چې خپل پاکستاني سيالونو او نورو لوړ پورو چارواکو سره پيشه وارنه رابطو کې يوو او دوي کوشش کوي چې له پاکستان سره ګټه ور او د اعتماد وړ اړيکي ولري. ده وويل

''زه په دي موقع له پاکستان سره د اعتماد وړ اړيکو په اړه څه نه شم ويلی. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي اوږد تاريخ لري. خو زه تاسو ته وايم چې په خبرو اترو او رابطو کې مثبتي اشاري ترسترګو کېږي. ځينې ګامونه چې هغوی پورته کړي له هغو مثبتې اشارې ملاوېږي.''

جنرال جوزف ووټل وويل چې د پاکستان په سيمه کې د پالېسي بدلون په اړه حکومتي ګامونه پرېکنده یا فيصله کن نه دي خو مثبتې دي. او له دې ورته هیله ښکاري چې له دغه هېواد سره خپلې مهمې اړیکې بیرته پرځای کړو. د امريکايي جنرال دا څرګندوني په داسي حال کې کړي چې په دي وروستيو کې د پاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG