د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان سالیوان: خبرو ته د راوستلو لپاره د طالبانو ځپل اړین دي

نیول شوي مشکوک وسله وال
نیول شوي مشکوک وسله وال

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جان سالیوان وايي ، د دې لپاره چې طالبان د سولې خبرو ته کښېني ، باید د هغوي مالي سرچینې او جنګي صلاحیت له مینځه یوړل شي.

جان سالیوان دا خبرې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې کړې دي.

دې غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالحکمت خلیل کرزي ویلي چې اوس ټولو ته ښکاره شوې ده چې د ترهګرۍ خوندي پناځایونه چیرته دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودهي هم وینا کړې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان د ستونزې هواری باید له سیاسي لارې وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشې اینتونیو ګوتریس بیا ټینګار کړی چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانستان ذمه واري نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جنورۍ پر ۱۹مه د افغانستان د وضیعت او بدلونونو په اړه ځانګړې غونډه وکړه.

په افغانستان کې د روانې جګړې له کبله نه یوازې د کابل او اسلام اباد اړیکې په دې وروستیو کې لا پسې کړکېچنې شوې دي بلکې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ هم په اړیکو کې تاوتریخوالی رامنځ ته شوی دی.

د افغانستان حکومت تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته ویلي چې پر پاکستان باید فشار ته دوام ورکړل شي چې د دوی په وینا په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

دا خبره په یاد پلاوي کې شاملې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي هم نیویارک ته له ستنېدو وروسته خبریالانو ته کړې ده.

نوموړې ویلي چې دوی پاکستاني مشرتابه ته په ډاګه کړې چې په افغانستان کې د حکومت پرضد جنګېدونکو وسله والو ډلو ته دې پر خپله خاوره له پټنځایونو ورکولو ډډه وکړي.

خو د نیکي هېلي په وینا ، پاکستان خپل دې کار ته دوام ورکړی دی او له هم دې کبله امریکايي حکومت ورباندې مرستې بندې کړې دي.

پاکستان د افغانستان او امریکا دا تور ردوي چې ګواکې پر خپله خاوره یې ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي دوی په خپله د ترهګرۍ ښکار دي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې په مجموعي توګه په زرګونه ولس وګړي او امنیتي عسکر وژل شوي او پراخ مالي زیان ور اوښتی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG