د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې چاودنې ۴ پاڅون کوونکي وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې روداتو ولسوالۍ په سنګر سرای سیمه کې د شنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه د پاڅون کوونکو د مشر فریدون پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې په پایله کې یې د هغه ۴ ملګري وژل شوي او فریدون له یو بل ملګري سره ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منل

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG