د افغانستان د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله وال طالبان چې غوښتل یې د سیمه ایزو ځواکونو د تیریدو پرلار ، یو ماین ځای پرځای کړي، پخپله پر دوی چاودلی او دوه وسله وال طالبان یې وژلي دي.
د فراه ولایت د خاک سفید ولسوال ملا محمد نورزي نن مشالراډیو ته ویلي چې وسله والو کوشش کولو چېد دغه ولسوالۍ د خوست په سیمه کې سیمه ایزو ځواکونو ته ماینونه ځای پرځای کړي، خو ماین پرې چاودلی او دوه وسله وال طالبان یې وژلي دي.
نورزي ویلي ، سیمې ته پلټونکي ځواکونه رسیدلي دي.