د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا امریکايي بندیزونه وغندل


شمالي کوریا د دوی پرضد لګول شوي وروستي امریکايي بندیزونو غندلي او په واشنګټن یې تور لګولی چې له جنوبي کوریاسره د د وی د اړیکو د ښه کېدو مخنیوی کوي.

د یکشنبې په ورځ د شمالي کوریا د سرکاري خبري ایجنسۍ لخوا دا بیان له هغې څو ورځې وروسته خپور شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې نوي بندیزونه اعلان کړل او هدف یې د وسلو او اېټمي پروګرام په سر د شمالي کوریا رژیم تر فشار لاندې راوستل دي.

په دغو ورستیو امریکايي بندیزونو کې د شمالي کوریا له ۵۰ زیاتې بحري کمپنیانې، بیړۍ او کاروبارونه په نښه کړل شوي دي.

د شمالي کوریا سرکاري خبري ایجنسي وايی د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي چې محاصره کولو ته به د جنګي اقدام په نظر ګوري.

د ژمي د روانو اولمپیک سیالیو پرمهال د شمالي او جنوبي کوریا چارواکو لیده کاته شوي او داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکیچ کې کمی راغلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG