د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ احتجاج: د نقیب مسود په وژنه تورن راو انوار دې ونیول شي


په کراچۍ کې د نقیب مسود په نوم احتجاجي کيمپ نن په اوومه ورځ هم لګېدلی وو. په دې کيمپ کې موجود مدني فعال فدا کاکړ وايي، دا احتجاج چې پکې د نقيب پلار هم شامل دی، تر هغو به جاري وي تر څو چې د نقيب په وژنه تورن د کراچۍ پوليسو پخوانی چارواکی راو انوار نه وي نيول شوی.

فدا کاکړ تور پوری کړ چې د راو انوار پرضد د اېف ای ار درج کېدو باوجود نوموړی تر دې دمه ځکه نه دی نيول شوی چې سیند حکومت ورسره ولاړ دی.

خو د سيند حکومتي ګوند پيپلز پارټۍ سېنېټر سعيد غني بيا دغه تورنه ردوي او وايي چې دوی پوليسو ته د راو انوار د نيولو حکم ورکړی اوپوليس په خپل کار بوخت دي.

مدني فعال فدا کاکړ دا هم وويل چې د نقيب مسود د وژنې تحقيقاتو لپاره دې عدالتي کميشن جوړ کړل شي خو سعيد غني وايي چې دوی ته په ياد کميشن جوړولو هېڅ اعتراض نه شته خو سيند هایکورټ دغه وړانديز نه دی منلی: ''پرون زه تللی وم نو د نقيب مسود له پلار سره هم زما ملاقات وشو نو هغه راته وويل چې عدالتي کميشن دې جوړ کړل شي. خبره دا ده چې چيف جسټس ته د عدالتي کميشن جوړولو درخواست لېږل شوی دی خو هغه دغه درخواست رد کړ.''

په کراچۍ کې د نقیب مسود په نوم احتجاجي کيمپ کې موجود يو بل مدني فعال خالد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چې د نقيب مسود له تښتونې او بيا وژنې مخکې هم په کراچۍ کې يو شمير کسان تښتول شوي چې پکې ځينې بيا وژل شوي. خالد خان غوښتنه وکړه چې سيند حکومت دې پر دې اړه هم پلټنې وکړي:

خو د سيند حکومتي ګوند پيپلز پارټۍ سعيد غني بيا وايي که چېرې له دغو مدني فعالانو سره د مشکوکه تښتول شوو کسانو په اړه ثبوتونه وي نورا دې وړي: ''که چېرې د نورو خلکو سره هم داقسمه زياتوب شوی وي نو هغوي دې ثبوتونه مخې ته راوړي. زموږ دا موقف دی کچرې يو کس ملزم هم دی نو بايد چې هغه عدالت ته وړاندې کړل شي ځکه چې عدالت ته تر وړاندې کولو پرته د چا وژل مناسب کار نه دی.''

ياده دې وي چې د سیند حکومت لخوا د پلټنو لپاره د جوړې کمېټۍ مشر ډاکټر ثناالله عباسي ويلي ، چې نقیب مسود بې ګناه دی او هغه د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی . نقیب مسود د جنورۍ پر ۳مه تښتول شوی وو او بیا یې مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی و. راو انور ويلي چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودو او له پوليسو سره په مقابله کې وژل شوی. خو وروسته د سیند پولیسو په خپلو پلټنو کې د راو انوار ادعاوې ناسمې بللې وې.

XS
SM
MD
LG