د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ټاپي پروژې ته څوک خطر پېښولای شي؟


دا چې افغان طالبانو یې د مخالفت پر ځای د امنیت ساتنې اعلان کړی دی نو ایا په دې سیمه کې نور داسې وسله وال شته که نه چې د یادې پروژې امنیت ته خطر پېښ کړي؟

د ټاپي پروژې د د افغانستان د برخې کار رسمي پرانسته د فرورۍ پر ۲۳مه د افغانستان په هرات ښار کې وشوه. په دې مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تر څنګ د هند او ترکمانستان یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم شامل وو.

ټولو غاړو ویلي چې دا پروژه د ټولې سیمې لپاره ګټوره ده او دوی به یې پر خپله خاوره امنیت ساتي. بل پلو افغان طالبانو هم ویلي چې دوی به د یادې پروژې ساتنه کوي.

د تاپي پروژې د ګېس نل لیکه یا پایپ لاین له ترکمانستانه د افغانستان هرات ولایت ته داخلېږي او بیا په فراه ، هلمند او کندهار ولایت کې تېریږي او پاکستان ته ننوځي.

دا چې افغان طالبانو یې د مخالفت پر ځای د امنیت ساتنې اعلان کړی دی نو ایا په دې سیمه کې نور داسې وسله وال شته که نه چې د یادې پروژې امنیت ته خطر پېښ کړي؟

د افغانستان د امنیتي او سیاسي چارو له کارپوه حکومت اعظمي څخه مې وپوښتل چې په دې سیمو کې کومې وسله والې ډلې فعالې دي؟

هغه وویل ، “ یو طالبان دي ، بل داعش په دې سیمو کې تازه رامنځ ته شوې ده. بیا طالبان په خپله طالبان دوې ډلې دي. یوه د ملا عبدالمنان نیازي ده او بله د طالبانو عمومي رهبري ده چې د ملا هیبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې کار کوي”.

حکمت اعظمي وویل ، په ځانګړې توګه د ملا عبدالمنان نیازي ډلې د پروژې د امنیت ساتنې خبره کړې ده کومه چې د دې سیمو په ځینو برخو کې ډېره فعاله ده.

خو د حکومت اعظمي په وینا ، د طالبانو له خوا د امنیت پر ډاډ سربېره په دې سیمو کې د تاپي پروزې پر وړاندې خطر کېدای شي.

ده زیاته کړه چې داعش تر ټولو لوی خطر دی ځکه چې هغوی په باد غیس ولایت کې ډېر فعال دي او له هغه ځایه یې په هرات ولایت کې ډېر بریدونه کړي دي.

نوموړي وویل ، د دې امکان شته چې د ایران په ګډون هغه هیوادونه د بدامنۍ هڅې وکړي چې تاپي پروژه یې له ګټو سره په ټکر کې ده.

خو حکمت اعظمي وویل ، د پاکستان له خوا خطر ښايي نه وي ځکه چې د هم دې پروژې له لارې هغوی ته هم ګټه رسېږي.

د پاکستان له پخواني استخباراتي چارواکي او د سیمې پر امنیتي چارو له نظر لرونکي اسد منیر څخه مې وپوښتل چې د ده په فکر پاکستان به په افغانستان کې د دې پروژې د امنیت په اړه اندېښنه ولري که نه؟

هغه وویل ، “ پاکستان به په دې اړه اندېښنې ځکه لري چې هلته خو یوازې طالبان نه دي بلکې داعش هم شته او د ازبکستان اسلامي موومنټ او داسې نور هم شته. او بله خبره دا ده چې د طالبانو له خوا د څه نه کولو باور هم نشته”.

اسد منیر د ایران په اړه د حکمت اعظمي خبرې ته په اشاره وویل ، هر څوک خپلې ګتې خوندي ساتل غواړي خو د ټاپي پروژې هیوادونه باید د دې امنیت باوري کړي.

نوموړي وویل ، “ هر څه چې د یو چا ګټې ته زیان رسوي نو هغوی غواړي چې مخه یې ونیسي خو زما په خیال چې ټاپي پروژه چې په کومو هیوادونو کې ده که هغوی یې امنیت ته ټینګ شي نو ممکنه ده”.

افغان چارواکي وايي ، د ۲۰۱۹م کال تر پایه به په خپله خاور کې د یادې پروژې کار سره ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG