د لاسرسي ځای

تازه خبر

خ. پښتونخوا اسمبلي: د سوات امنیتي پوستې ختمې کړئ


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومتي او د مخالفو ګوندونو غړیو په سوات کې پر امنيتي پوستو باندې د عامو خلکو ستونزو په اړه بحث کړي او له حکومته يې غوښتنه کړې چې په دې لړ کې ګامونه پورته کړي.

له سواته د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي او د وزیر اعلي سلاکار ډاکټر امجد علي په سوات کې د چېک پوستو په حقله بحث پیل کړو او ويې ویل چې په سوات کې د امن په راوستلو کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ستاینې وړ دي خو د دې دا مطلب نه دی چې پر دغو پوستو خلک بې له څه جرمه تنګ کړل شي.

''هلته خلک په اضطراب کې دي. خلک پر امنيتي پوستو تر څلورو ګېنټو پوري ولاړ وي او ورسره زنانه او ماشومان هم وي. دوی له ګاډو راکوزوي او تر ګېنټو پورې په قطارونو کې ولاړ وي. په سوات کې خلک نور تنګ شوي دي. داسې نه چې هلته ولس او ادارې په يو بل جنګ دوباره ورشي.''

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک وويل چې په امنيتي پوستو خلک ډېر زيات ځپل کيږي او خواريږي او بل پلوه د پرامنه مظاهرچيانو پرضد د ترهګرۍ ضد مقدمې کښل کېږي. ده زياته کړه:

''دا ښکاره خبره ده چې پر دغو امنيتي پوستو بې عزتي کېږي. زنانه، ماشومان او سپين ږيرې په قطارونو کې ولاړ وي. دا د ډېرې بدقسمتۍ خبره ده. په سوات کې خلک راوتل او فرياد يې کولو او پرامنه احتجاج يې کولو. دغه احتجاج د سياسي ګوند لخوا نه وو، دا خو ټول د سوات خلک راوتي وو. صوبايي حکومت په هغو مظاهرچيانو مقدمي درج کړې او د ترهګرۍ دفعې پکې شاملې کړل شوې دي.''

د سوات امنيتي پوستو په اړه د قامي وطن پارټې غړې انیسه زېب طاهرخېلي، د پاکستان پيپلز ګوند سلیم خان او پاکستان تحریک انصاف فضل الهي هم په دغه بحث کې برخه واخېسته او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې په هغه سيمه او د صوبې په نورو برخو کې غير ضروري چپک پوستونه ختم کړل شي. په دي موقع د اطلاعاتو صوبايي وزير شاه فرمان وويل:

''په يو قام کې دومره کرکه او نفرت پيدا کړل شوی دی. د دي ملک نظرياتي پولې یې چېړلي دي. دا ملک د اسلام په نامه جوړ شوی وو خو دلته دا احساس ورکول کېږي چې تاسو پښتانه ياست.''

په سوات کې تېره اوونۍ پر پوستو د خلکو د مبينه ځورونې پرضد مظاهري شوې وې چې وروسته پکې د ځينو کسانو پرضد مقدمي هم درج کړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG