د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات خلک پر پوستو د ځورېدنو کیسې کوي


پراګ - د اتوار پر ورځ د سوات په خوازه خېله کې د سيمې يو شمېر اوسېدونکو پر چيک پوستو د خلکو د ځورونې پېښو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

احتجاج کوونکي وايي، دوی د چېک پوستو او سرچ اپريشنونو په نومونو د سيمې د عام ولس بې عزتي نوره نه شي زغملای.

د خوازه خېلې د مظاهرې تنظيموونکي غيرت خان مشال راډيوته وويل، د سيمې اوسېدونکي اخر اړ شول چې پر چيک پوستو له هغوی سره د کيدونکي زور زياتي پر ضد غږ پورته کړي.

نوموړي زياته کړه، په وروستيو کې د کبل سيمې پر يوې چيک پوستې د يوه ناروغه ماشوم مړينه د دې لامل شوه چې خلک احتجاج وکړي.

((يو ماشوم ناروغه وو، په ګاډي کې يې اچولی وو چې ډاکټر ته يې يوسي. پوځيانو ګاډی ايسار کړ او په نتيجه کې يې ماشوم مړ شو. بله يوه پېښه به درته ووايم چې پر کبل چيک پوستې يې يوې اميدوارې ښځې ته د ژر تګ اجازه ور نه کړه. هغې خپل ماشوم هم په ګاډي کې وځېږاوه. د نورو وړو پېښو شمېر خو سلګونه ته رسي. له چا يې قميص ويستی دی، پر چا يې غوږونه نيولي دي، چا ته وايي په څلوري باندې ولاړ شه. لنډه دا چې يو ناروا سلوک وو. د سوات خلکو او موږ څو ځوانانو حس کړ او دغه مظاهره مو وکړه.))

د سوات د سيدو شريف يو ټولنيز فعال او ليکوال او شاعر عثمان ولسيار، چې ده هم د خوازه خېلې په احتجاجي مظاهره کې ګډون وکړ، وايي تېره اوونۍ له ده او له کورنۍ سره يې پر يوې چيک پوستې پوځيانو داسې برخورد وکړ چې د دوی د زښتې زياتې پرېشانۍ او تکليف سبب شو.

((موږ چکدرې ته پر لاره وو. د شموزو پر چېک پوستې، په داسې حال کې چې په ګاډي کې خپله ناروغه خواښې او ماشومان هم راسره ول، پاو باندې يو ساعت مو انتظار وکړ. پوځيانو ته مې خواست وکړ چې ژر مو پريږدي. خو هغوی په ځواب کې ډېره بده رويه راسره وکړه. بېرته يې د قطار اخيرې ته ولېږلو. چيک پوستې ته چې ورسيېدو نو حتی له ماشومانو يې وغوښتل چې خپل کارډونه وښيي. زما يو ماشوم لږ ذهني ناروغه دی، هغه دومره ووېرېد چې په رپېدو شو. پوځيانو زما خبرو ته هېڅ غوږ نه کېښودو. بس ويل يې، جلدي کرو، جلدي کرو [اردو. ژر کوه].))

د سوات د پوليسو مشر افسر، محمود احمد وويل، د خوازه خېلې په احتجاجي مظاهره کې لږو کسانو ګډون وکړ او دا چې د دې خوځښت تر شا خاصه ايجنډا کارفرما ده.

((د سوات تقريباً ۲۵ لاکه ابادي ده. نو له دومره ډېرو خلکو څخه همدا ۴۰ کسان ول چې بهر راووتل؟ که دا خبرې سمې وای، نو بايد ټول خلک احتجاج ته راوتي وای. دا د يوې مخصوص اېجنډا لرونکي کسان ول، خپل احتجاج يې ريکارډ کړ. د دوی غوښتنه ده چې امنيتي پوستې دې نه وي، نو د هغو شمېر خو موږ وار له مخه له ۹۷ څخه ۱۷ ته کم کړی دی.))

احتجاج کوونکي وايي، پر پوستو د خلکو د ځورونې پېښو پای ته تر رسېدو پورې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG