د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې "د پولیسو اېف ای ار ضد" د بل احتجاج فیصله شوې


په سوات کې پر امنیتي پوستو د ځورونو ضد مظاهرې یو انځور
په سوات کې پر امنیتي پوستو د ځورونو ضد مظاهرې یو انځور

پراګ - د سوات د خوازه خېلې ټاڼې پولیس وايي، د اتوار پر ورځ یې د ځېنو مظاهره کوونکو پر ضد پرچه دایره کړې ده.

د تاڼې یوه پولیس افسر د ګل یا دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، د شپږو کسانو پر ضد یې د ریاست خلاف د نعرو وهلو او د خلکو پارولو دفعې درج کړې دي.

دې پولیس افسر د خپل نوم له ښودو ډډه وکړه ځکه چې له رسنیو سره یې د خبرو کولو اجازه نه لرله.

د یکشنبې پر ورځ سلګونه کسانو په سوات کې پر امنیتي پوستو د ځورونو خلاف مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې چېک پوسټونه ختم کړي ځکه چې د دوی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

د سوات خلک پر پوستو د ځورېدنې کیسې کوي

د مظاهرې یوه منتظم غیرت خان ویلي، د دوی د قانوني چارو ډله د پولیسو د اېف ای ار یا پرچې ځواب ورکولو تیاری کوي.

دی وايي، لا یې ګرفتارۍ نه دي ورکړې.

په سوات کې د امنیتي پوستو خلاف مظاهره شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

غیرت خان وايي، د ده او د دوو وروڼو احمد شاه یوسفزي او اېمل خان یوسفزي په ګډون پرچه د شپږو کسانو پر ضد درج شوې ده.

غیرت خان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي مشر مختیار خان یوسفزي زوی دی.

په اېف ای ار کې د لطیف خان،حسین شاه او اظهار نومونه هم لیکل شوي.

نوموړی زیاتوي چې د مظاهرې منتظمانو متفقه فیصله کړې چې د پولیسو د ناروا پرچې او رویې پر ضد به بله مظاهره کوي خو لا یې نېټه نه ده ټاکلې.

د سوات د پولیسو مشر واحد محمود د یکشنبې یا اتوار پر ورځ پر امنیتي پوستو د ځورونو تور رد کړ او زیاته یې کړه چې وار له مخه یې د پوستو شمېر له ۹۷ څخه ۱۷ ته ښکته کړی.

XS
SM
MD
LG