د لاسرسي ځای

تازه خبر

غني: د تلپاتې سولې لپاره باید د قانون حاکمیت او قوي اراده ولرو


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ولسي غورځنګ او يووالي ته اړتیا ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د قانون د حاکمیت ترڅنګ د قومي او جهادي مشرانو همکاري مهمه بولي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ کې د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو سره د «سولې ملي او مشتورتي» کنفرانس ته وویل چې که غواړو په هېواد کې سوله ولرو نو د جګړې د پای رسولو لپاره باید يو ولسي غورځتګ رامنځته کړو.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د سولې په پروسه کې د ولسي ملاتړ ترڅنګ د قانون حاکمیت هم اړین دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"باید د قانون حاکمیت ولرو، یوموټي او اراده ولرو ځکه که عمل ونه لرو سوله نه راځي، هر یو باید ځان د سولې سفیر وبولئ او ولسي غورځنګ باید په ټول افغانستان کې پلی کړو او هر هغه څوک چې ټوپک لري ورته ووايئ چې ټوپک ته رخصتي ورکړه."

افغان ولسمشر وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل چې په اوسنیو شرائطو کې جګړه اسانه خو سولې ته غاړه اېښودل سخته ده.

XS
SM
MD
LG