د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: تاپي پروژې لپاره امنيتي تدابير نيول شوي دي


د افغانستان په هرات ولايت کې د تاپي ګېس پروژې د یوې برخې د پرانیستلو رسمي مراسمو ته امنیتي تدابیر نیول شوي دي. تاپي له ترکمنستان څخه هند، افغانستان اوپاکستان ته ګېس لېږدوي. پر افغان خاوره يې د کار د پرانيستې مراسم د راتلونکې جمعې په ورځ کېږي.

د هرات ولايت د والي ویاند، جېلاني فرهاد پرون ازادۍ راډیو ته ويلي چې دې پروژې سره به لږترلږه اوه زره کسانو ته د کار موقع برابره شي او افغانستان ته په کال کې ۵۰۰ ملیون ډالر ګټه رسېږي.

د چارواکو په خبره د تاپي پروژه به تر ۲۰۲۰ کاله پورې پاکستان او هند ته ورسي او په دې توګه به يې چارې بشپړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG