د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېريسا مې: د اروپايي اتحاديې د غړيتوب لپاره بله ټولپوښتنه نه کوو


د برتانيې وزيراعظمې تېريسا مې په اورپايې اتحاديه کې د برتانيې پر غړيتوب په دويم ځل د ټولپوښتنې ترسره کولو امکان رد کړی دی.

مې نن [شنبه] ميونخ امنيتي کانفرنس ته وويل چې د ۲۰۱۶ م کال د جون مياشتې د ټولپوښتنې [رېفرنډم] له نتيجو نشي په شا کېدای.

نوموړي زياته کړه ((موږ اروپايې اتحاديه پرېږدو او په دويم ځل د ټولپوښتنې کولو يا پر شا د تلو له سره سوال نه پيدا کېږي او زما په فکر دا ډېره مهمه ده)).

تمه وه چې له اروپايي اتحاديې د برتانيې وتل او په راتلونکې کې د دې اتحاديې له غړو هېوادونو سره د برتانيې اړيکې به د يادې امنيتي غونډې د نن ورځې [شنبې] د اېجنډه د سر موضوع وي.

د برتانيې وزيراعظمې له اورپايي اتحادې سره د نوي امنيتي تړون کولو هم غږ وکړ چې د راتلونکي کال څخه به عملي کيږي او هدف يې له اروپايي اتحاديې څخه د لندن تر وتلو وروسته د برتانيې او اروپايي اتحاديې ترمنځ په پوځي، استخباراتي او ترهګرۍ مخنيوي لړ کې همکاري کول دي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG