د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرتضوي: د اساسي قانون منونکو سره د سولې خبرې کوو


د افغانستان حکومت وايي د سولې په اړه د دوی دريځ روښانه دی. د افغان ولسمشر يو وياند، شاه حسين مرتضوي بيګا مشال راډيو ته وويل چې دوی به د هغو وسله والو ډلو سره مذاکرات کوي چې د افغانستان قوانين پر ځان ومني او جګړه بس کړي.

تېره ورځ طالبانو مطبوعاتو ته په لېږلي یوه لیک کې د امریکا له خلکو غوښتي چې پر خپل ولسمشر فشار راولي چې پوځيان له افغانستانه وباسي او دوی سره نېغ په نېغه خبرې وکړ.

د جنورۍ په آخري لسو ورځو کې طالبانو په کابل کې دوه بريدونه وکړل چې پکې له ۱۳۵ زيات کسان ووژل شول او تر ۲۵۰ نور ژوبل شول. د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې وروسته وويل د بې ګناه افغانانو وژونکو طالبانو سره دا مهال خبرې امکان نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG