د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: تېر کال لس زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د یوناما د بشري حقونو څانګې مشره، ډېنيېل بيل
د یوناما د بشري حقونو څانګې مشره، ډېنيېل بيل

ملګرو ملتونو ویلي تېرکال په افغانستان کې لس زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ډېر يې ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن (يوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له خوا نن په یو راپور کې راغليچې په دوه زره اوولسم کې په دغه هیواد کې درې زره څلور سوه او اته دیرش ولسي وګړي وژل شويږ د ټپيانو شمېر اووه زره او پنځلس ښودل شوی دی.

په راپور کې زياته شوې چې ډیرو خلکو ته مرګ ژوبله په ځانمرګي بریدونو او په زمکه کې د خښو ماینونو د چاودیدو له کبله اوړیدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG