د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په استول شوي برېښنا لیک کې د دې خبرې پخلی کړی چې د دغه تحریک مرستیال خان سید سجنا چې د خالد محسود په نوم یې هم شهرت درلودلو وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د فبرورۍ په ۹ مه نېټه په ډېره اسماعیل خان کې باوري سرچينو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي وو چې د فبرورۍ په اتمه نېټه په شمالي وزیرستان او ورسره بل لوري ته په افغانستان کې په امریکايي ډرون بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان د مرستیال مشر خان سید سجنا په ګډون اووه وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان حکومتونو په رسمي توګه د خان سید سجنا د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د تحریک طالبان پاکستان په برېښنا لیک کې ویل شوي چې د سجنا په ځای اوس مفتي نور ولي محسود د تحریک طالبان پاکستان مرستیال ټاکل شوی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG