د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالۍ قانونپوهه او د حقونو فعاله عاصمه جهانګیر وفات شوه


عاصمه جهانګیر
عاصمه جهانګیر

پراګ ـ د پاکستان نومیالۍ قانونپوهه او د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګیر د ۶۶ کلونو په عمر کې مړه شوه.

د پاکستان دولتي راډیو او نورې رسنۍ وايي، عاصمه جهانګیر د خالي په شپه ناوخته روغتون ته وروړل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ مړه شوه.

مېرمن جهانګیر د بشري حقونو فعاله وه، د پاکستان سپریم بار کونسل پخوانۍ مشره وه او د جمهوريت لپاره یې لسیزې مبارزه کړې وه. نوموړې د فبرورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناستې ته هم ورغلې وه او د خپل ملاتړ اعلان یې کړی وو.

عاصمه جهانګیر ناستې ته په وینا کې ویلي ول چې د ورکو شویو کسانو قضیې یې عدالتونو ته وړې دي. د نوموړې کورنۍ د هغې د جنازې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG