د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر انتظام لاندې کشمير کې دوه پوځيان وژل شوي دي


هندي چارواکي وايي چې نن [شنبه] د هند تر انتظام لاندې کشمير کې د پوځي سرتيرو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او درې ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې وسلوال په يو پوځي کېمپ کې پټ شوي وو. حکومتي وزير عبدالرحمان د سيمې قانون ساز اسمبلۍ ته ويلي دي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه چې نن [شنبه] سهار پېل شوې وه، تر غرمې وروسته هم روانه وه.

د جموو سيمې پوليس مشر خبريالانو ته ويلي دي چې وسلوال په هغه سيمه کې پټ شوي وو چيرې چې پوځيان او د دوی کورنۍ اوسېږي. د بريدګرو وسلوالو شمير معلوم نه دی.

ياد کېمپ د جمو ښار په مضافاتو کې شتون لري. ياده دې وي چې کشمير د پاکستان او هندوستان ترمنځ وېشل شوی دی او دواړه هېوادونه يې د ملکيت ادعا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG