د لاسرسي ځای

تازه خبر

تخار کې پر ښځې د تشدد په تور اووه کسان نیول شوي


د تخار ولایت چارواکي وايي د یوې ښځې د صحرايي محکمې او د هغې د وهلو ټکولو په تور اووه تنه نیول شوي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور پر دوشنبه مشال راډیو ته وویل نیول شوي ټول د دې ښځې د کورنۍ غړي دي او اوس د تخار مرکز تالقان ښار ته انتقال شوي دي.

په وروستیو کې په ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپره شوې چې پکې خلک یوه ښځه ښکنځي او بیا یې په لرګیو وهي.

تیمور وویل دا ښځه هم د تخار ولایت په مرکز کې امن کور ته انتقال شوې ده.

چارواکي وايي، د دې ښځې چې نوم یې نه دی ښودل شوی، د صحرايي محکمې او د هغې د وهلو ټکولو پېښه د چاه اب په رباط کلي کې شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG