د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېډيټرانيه: کشتۍ چپه شوې د 'پاکستانیانو په ګډون لسګونه مړه'


د د مېډيټرانيې په سمندرګي کې بیا بیا د کډوالو کشتۍ ډوبېږي چې اروپا ته تېرېدل غواړي

د مهاجرت نړيوال سازمان ای او ايم وايي چې د مېډيټرانيې په سمندرګي کې د کډوالو کشتۍ ډوبه شوې ده او د لږ تر لږه ۹۰ کسانو د مړه کېدو وېره ده.

سازمان د جمعې په ورځ په یوه بيان کې ويلي چې د رپورټونو له مخې ښايې ۹۰ کسان ډوب شوي وي.

بيان زياتوي چې د اتو پاکستانيانو او دوو ليبيايي وګړيو مړي د سمندر پر غاړه موندل شوي دي.

دوه کسانو په لامبو او يوه کس بيا کب نيونکيو ژغورلی دی.

ژغورل شوي کسان وايي چې په کشتۍ کې زياتره پاکستانیان سپاره ول.

XS
SM
MD
LG