قطر ویلي دي په دغه هېواد کې امریکايي پوځي اډه به لاپسې پراخه کړي.
په پنجشنبه امریکا ته د خپل سفر پر مهال د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه وویل ــ د العدید هوايي اډه به داسې جوړوي چې د امریکايي ځواکونو کورنۍ پکې په راحت سره وخت تېر کړي.
په داسې حال کې چې د سعودي عرب په مشرۍ د عرب هېوادونو د ایتلاف سره د قطر سفارتي اړیکې ډیرې خرابې شوي دي، دوحه غواړي چې د امریکا سره نورې هم نیزدې امنیتي اړیکې جوړې کړي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف په امریکا زور راوړي چې د قطر په یوازي کولو کې ورسره کمک وکړي. سني عرب هیوادونه په قطر تور لګوي چې په سیمه کې د سختدریځۍ د ودې لپاره مالي مرستې ورکوي او د ایران سره يي نیزدې اړیکې ساتلې دي.
قطر دغه تورونه رد کړي دي او په عرب هیوادونو يي د قطر حکومت د غیرمستحکم کولو تور پورې کړی دی.