د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال: که پاکستان طالبان راسپارلي وای نو دا به یو ستر پرمختګ وای


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له خوا افغان حکومت ته د وسله والو سپارل د خپلځان لپاره یو خبر وباله.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي و چې د پاکستان حکومت د ۲۰۱۷م کال په نومبر کې له افغان طالبانو او حقاني شبکې سره د تړاو په تور ۲۷ کسان افغان حکومت ته سپارلي دي.

خو په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د چارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغو څرګندونو په اړه په غبرګون کې ویلي چې «دا زما لپاره یو خبر دی» او "که چېرې داسې کېږي، نو دا د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ستر پرمختګ دی."

افغان سفیر په داسې وخت کې د پاکستان د حکومت له خوا افغانستان ته د وسله والو د سپارلو د بیان په اړه څرګندونې کړي چې د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر معصوم ستانکزی او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویس برمک پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل هم پر خپل ټویټر اسلام اباد ته د دغه جګپوړي افغان پلاوي د سفر پخلی کړی.

"دغه افغان پلاوی د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړي پېغام سره راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو به بحث وکړي."

افغان پلاوی په داسې وخت کې د اسلام اباد سفر کوي چې په دا وروستیو کې په افغانستان، په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې خونړي تروریستي بریدونه شوي چې لسګونه ملکي کسان یې وژلي او سلګونه یې ټپیان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت او امریکا تل تور لګوي چې په افغانستان کې په ترهګرو بریدونو کې د ښکېلو کسانو ډلې په پاکستان کې پناه ګاوې لري او له اسلام اباده یې د ځپلو غوښتنه کوي.

خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې خپله خاوره د هېچا پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي او وايي چې پر خپله خاوره یې د عملیاتو په ترڅ کې ټول ترهګر ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG