د افغانستان یو لوړپوړی پلاوی پر دوه اړخیزو چارو د خبرو لپاره پاکستان ته رسېدلی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د دې خبرې پخلی کړی دی.
د افغانستان استخباراتي ادارې اېن ډي اېس مشر معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک نن اسلام اباد ته رسېدلي او هلته به په افغانستان کې د ورستیو خونړيو بریدونو وروسته له پاکستانيو چارواکو سره په امنیتي چارو کې د همکارۍ په اړه خبرې کوي.
د افغانستان د اجراییه ریس عبدالله عبدالله ویاند جاوید فیصل وویل چې دغه اعلا افغان پوځي چارواکي به له پاکستانيو چارواکو سره د کابل وروستي بریدونو په اړه شواهد او اسناد شریکوي او د افغان ولسمشر اشرف غني له خوا یو مهم پیغام پاکستانۍ غاړې ته ورسوي.
کابل کې په دا ورستیو کې یوشمېر خونړي بریدونه شوي چې پکې تر ټولو لوی د جنورۍ په ۲۷ مه شوی وو او پکې تر سلو زیات کسان وژل شوي وو، د هغه برید ذمه واري وسله والو طالبانو منلی وه.
افغان چارواکي وايي دا برید د طالبانو حقاني نیټ ورک ترسره کړی چې د دوی د وینا ترمخه په پاکستان کې مېشته دي. امریکا او افغانستان اکثر په پاکستان کې د حقاني نیټ ورک د مشرانو د پناه ګاوو خبره کوي خو پاکستان وايي چې د ټولو وسله والو پرضد یې عملیات کړي او دغه ډله اوس په پاکستان کې موجودګي نه لري.