د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر نواز شریف او لور یې د عدالت سپکولو مقدمه


د اسلام اباد های کورټ نن د ګل په ورځ د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د لور مریم نواز خلاف د عدالت سپکاوي یو درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړی دی.

په درخواست کې ویل شوي چې پخواني وزیراعظم او د هغه لورد عدالت د هغې فیصلې خلاف په بیان ورکولو چې له وجې یې نواز شرېف له خپلې څوکۍ د پروسږ کال (۲۰۱۷) د جولايي په ۲۸ مه نېټه نا اهله وګرځېد ‘د عدالت سپکاوی’ کړی دې.

په های کورټ کې د نواز شریف او مریم نواز خلاف په دایر کړل شوي درخواست کې ویل شوي دي، چې دوی په خپلو ولسي ویناو کې د عدالت دغه فیصله د ولس د ووټ بې عزتي ګرځولې ده، او دا د عدالت فیصلې ته سپک کتل دي.

له دې سره سره په یو شمې نورو درخواستونو کې هم په نواز شرېف او مریم نواز داسې تورونه لګول شوي دي. بلخوا د اسلام اباد هایکورټ په دغه درخواست اورېدنه په راروانه اونۍکې پيلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG