د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقي چارواکي وايي ، امریکايي الوتکو په تېروتنه اووه تنه وژلي


د عراق چارواکو ویلي، جنورۍ پر ۲۷مه د امریکا پوځي الوتکو په خطايي سره په انبار صوبه کې د قبایلي جنګیالیو او عامو وګړیو پر یوه غونډه برید کړی دی چې پکې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.

چارواکو زیاته کړه چې په وژل شوو کې امنیتي کارکوونکي هم شامل دي.

دوی دا هم ویلي چې د انبار په البغدادي ضلع کې په دې هوايي بریدونو کې د ځايي چارواکو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه زخمي شوي هم دي.

د ایسوشېټید پریس خبري اژانس د خبر له مخې د عراق دوو لوړ پوړو پوځي چارواکو ویلي چې امریکايي ځواکونو د په نښه شوو کسانو په اړه ګمان کړی چې ګواکې دا وسله وال دي.

د عراق پوځ د پېښې د پلټنو حکم ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG