د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې ډرون برید دوه وسله وال وژلي


د شمالي وزیرستان په شوال کې د امريکا په یو ډرون بريد کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

امنيتي چارواکو مشال راډيو ته وويل چې د چارشنبې ورځ ماځيګر مهال د شمالې وزيرستان د شوال په ګورویک سيمه کې د وسله والو پر یوه پټنځای دوه توغندي توغول شوی دي.

چارواکیو په بريد کې د وژل شويو وسله والو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

بلخوا د مجلس عسکري وسلوالې ډلې وياند مشال راډيو ته ويلي دي چې ډرون بريد د دوی په مرکز شوی چې په کې دوه تنه وژل شوي دي.

دا په شمالي وزيرستان کې په روان کال کې دويم امريکايي ډرون بريد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG